الاثنين، 18 أبريل 2011
دبکارت ډولونه
روغتیا » ډاکتر سباوون دبکارت ډولونه ـ دډاکټر سباوون ځوابSunday, 04.17.2011, 06:28pm (GMT) محترم داکتر صاحب ! سلامونه او نیکی هیلی درته وړاند کوم، دا چی د خلکو په خدمت کی یاست د الله نه درته اجر او د لا زیات توفیق او اخلاص غوښتونکی یم. دا چی دا کتر صاحب ما یو ملګری په پوهنتون کی د ډیر خواشینی په حالت کی ولید او ډیر زیات خفه او په خپل میرمن باندی بد ګومان کاوو، نو ډیر کوشش می وکړ چی زه ورته داسی حقایق پیدا کړم چی دده دژوند د خوشحالتیا او د حقیقت د پیدا کیدو سبب شی، نو داسی په زړه پوری معلومات می ندی پیدا کړی. د د زړه راز داوه چی ماته یی ډیر مخفی وویلی کله چی زه له خپلی میرمنی سره یو ځای شوم، اما د بکارت کومه پرده او یا د وینی کوم علایم می پیدا نکړل چی زه پوه شم چی زما میرمن پیغله وه، نو زه داسی ګومان کوم چی آیا دا زنا کاره ده او که بله مسله ده، په داسی حالت کی چی زما میرمنی هیڅ ډول ناروغی نه درلوده، او د ډیری زیاتی مینی نه وروسته جماع وکړه او ما کوم داسی کوم شی حس نکړ څه رقم چی خلک قیصی کوی چی د بکارت د پردی په شکیدو سره ښځه د زیات درد او چیغی او د وینی علایم ښکاره کیږی. کچیری داسی معلومات راکړی داکتر صاحب د یو میړه او د یوی میرمنی د ژوند مسله ده چی حقیقت به څه وی ؟ ډیره مننه . ځواب : که څه هم دغه لوستونکي په داسې مسلې پوښتنه کړې چې ښایی داسې مسلې وي چې په یوه سایټ کې دخپراوي نه خو دبکارت دپردې په هکله په عمومي ډول له معلوماتووروسته ممکنه ده دغه پوښتنه هم ځواب شي او په دې ډول به ځوانان او پیغلې هم په ځینو مسلو پوه شي . دبکارت پرده چې په لاتیني ژبه کې ېې Hymen بولي دیونانیانو او دپخوانیورومیانو په فرهنګ کې دواده په نامه دیوې الهې له نومه اخیستل شوی دی خو زموږ په فرهنګ کې د یوې پیغلې دباکره پاتې کیدا نښه ده زه دلته نه غواړم ددې مسلې فرهنګي او مذهبي اړخونه بیان کړم خو دقدرمن ورور پوښتنه په دې ډول ده چې باید په یو ډول هغه هم ځواب شي په ټوله نړۍ او ګڼو تمدنونو کې دې ته مسلې دعفت اوپاکۍ په سترګه ګوري او د ټول عمر اعتبار او حیثیت ورسره تړلی وي . دبکارت پرده درګونو درلودونکې پرده ده چې دمهبل یا وجینا له خولې لږ دننه خواته پرته ده په دې ډول چې مهبل ته دنارینه دتناسلي آلې یا بل هر شي په ننوتو سره شلیږي او که روغه وي دیوې پيغلې دباکره والي نښه ګڼل کیږي خو دغه خبره باید هیره نه کړو چې ددې چارې تشخیص یوازې ډاکټرپه جنیټیکې معاینې سره کولاي شي . دبکارت پرده یوه بشپړه پرده نه ده بلکه په منځ کې یوسوری لري چې دمیاشتني عادت وینه له هغه ځایه بهر ته ووځي دلته دغه خبره هم باید وکړو چې کله ددې پردې له شکیدلو پرته هم ممکنه ده یوه نجلۍ حامله شي او هغه په دې ډول چې که مني دمهبل په خولې کې تویې شي اوسپرم له دې چې حرکت لري نو ممکنه ده ځان رحم او هلته موجودې هګۍ ته ورسوي په دې ډول به دغه پیغله له دې پرته چې بکارت ته ېې کوم تاوان رسیدلی وي حامله شي . دبکارت پرده څو ډولونه لري چې که ېې دلته ډولونه بیان کړو ښه به وي اوښايي دډیرو پوښتنو ځواب هم ورته پيدا شي : ۱ ـ له سوري پرته دبکارت پرده . ۲ـ مثلثي ډوله بکارت . ۳ـحلقوي یا دکړۍ په شان دبکارت پرده . ۴ـ هلالي ډول . ۵ـ دغلبیل په شان سورۍ سورۍ بکارت . ۶ـ دوه ټوټې بکارت او یا د دوژبو په شان بکارت . ۷ـ غاښ درلودونکي بکارت . ۸ـ یا دا چې په ځینو نجونو کې په طبیعي ډول اصلا بکارت موجود نه وي. ۹ـ ډیره کلکه او مذبوته بکارت پرده چې دنارینه دالت په دخول سره ممکنه ده ونه شلیږي او ډیره ځله باید د یو ډاکټر په وسیله وشلیږي. ځینې وخت ممکنه ده بکارت بیخې سوری ونه لري دغه ستونزه ښايي ترپیغلتوب پورې هیڅ نښه ونه لري خو له هغه وروسته چې نجلۍ پيلغه شي نو له میاشتي عادته وروسته موجوده وینه او ترشحات له رحمه دوتلو لار نه شي پیدا کولی نو په دې ډول په رحم کې دوینې او د نوورو ترشحاتو دټولیدا له امله درد او ستونزه پيدا کیږي چې په دې حالت کې باید دبکارت پرده په داسې ډول سورۍ شي ډیر ځله دغه عملیات په ظرافت سره ترسره کیږي اوهڅه کیږيچې بکارت ته کوم تاوان ونه رسیږي او دمیاشتي مریضۍ دوینې لپاره هم یوه لاره پيدا شي . په پنځوس او شپیته فیصده نجونو کې دبکارت ډول مثلثي دی خو دکړۍ او حلقې په شان بکارت ډیرځله ستونزې پيدا کوي حلقوي بکارت دوه ډوله وی یو ډول ېې د کشک په شان ربړي یا ارتجاعي خاصیت لري او بل ډول ېې ربړي خاصیت نه لري هغه چې ربړي خاصیت نه لري په لومړني دخول سره شلیږي البته دغه ډول ډیر سخت درد لري او ممکنه ده خونریزي ېې هم څو ورځې دوام وکړي البته نور ډولونه ېې هم شته چې نجلۍ ترې زیات درد نه احساسوي خو هغه حلقوي ډول چې د ربړ په شان وي ممکنه ده په لومړني دخول سره ونه شلیږي او د میړه لپاره ښايي دا تصور پيدا شي چې میرمن ېې باکره نه ده په داسې حال کې چې ښايي بکارت ېې حلقوي ربړي ډول ولري نو دا احتمال هم شته چې ددغه ورور دمیرمنې بکارت هم همدا ډول وي . زموږ په ټولنه کې ډیرې داسې خبرې کیږي چې له طبي پلوه ښایي سمې نه وي دمثال په توګه ویل کیږي چې دبکارت دشکولو لپاره باید سخت دخول ترسره شي اویا دا چې باید له سخت درد سره یو ځاي وي ځینې وخت دهمدغو غلطو رواجونو له امله خاوند داسې په سختۍ سره دخول تر سره کوي چې دمیرمنې په تناسلي برخه کې ممکنه ده زخم او نورې ستونزې پيدا کړي او په دې ډول ښايي له لومړنۍ شپې ناسمې خاطرې هم په ذهن کې پاتې شي . له دې چې دغه پرده دوینې رګونه لري نو دشلیدو په وخت ېې وینه بهیږي دغه رګونه ډیر نازک وي خو په ځینو میرمنو کې دغه رګونه ډیر کم وي له دې کبله کله چې دخول ترسره کیږي ممکنه ده وینه احساس نه شي نو په دې ډول ویلی شو که په لومړنۍ جماع سره وینه ونه لیدل شوه په دې معني نه ده چې میرمن مو باکره نه ده ښايي داسې بکارت ولري چې رګونه ېې کم او په دې ډول ېې وینه هم کمه وي. له دې چې زموږ په ټولنه کې دې مسلې ته ډیر اهمیت ورکول کیږی نو غوره ده قدرمنې خویندې هم متوجه وي ځکه چې ډیر ځله په ډیر لږ بې احتیاطۍ سره ممکنه ده بکارت ته تاوان ورسوي دمثال په توګه دمهبل بې ځایه کشول ، ځان په خپله ارضا کول ،دځینو ډاکټرانو له لوري ناسمه معاینه ممکنه ده پردې ته تاوان ورسوي او په دې ډول یوه باعفته پیغله له یوې بدنامۍ سره مخامخ کړي نو میندې او پلرونه باید په دې برخه کې خپلو لوڼو ته لازمې لارښونې وکړي . البته ځینې میندې اوپلرونه له حده زیات دخپلو لوڼو په هکله اندیښمن وي او هغوي ډیر جسمي فعالیت ته نه پریږدي مثلا ځینې کسان تصور کوي چې له لوړځايه ټوپ وهل ممکنه ده بکارت ته تاوان ورسوي او یا دیوه درانه شي پورته کول هم ممکنه ده ستونزه پيدا کړي خو دغه فعالیتونه هیڅ ستونزه نه پيدا کوي البته په ځینو مسلو کې چې مستقیما له پردې سره تماس ممکنه دي ښايي پردې ته تاوان ورسیږي . په ټول کې ویلی شو چې دبکارت دپردې په هکله قطعي تشخیص یوازې د ډاکټر کار دی او ډیر ځله ممکنه ده میړونه او په خپله میرمنې له تیروتنې سره مخامخ او په دې ډول خپل ژوند تریخ کړي البته اعتماد او باور هغه شی چې د دواړو لورو ترمنځ باید موجود وي او دغه چاره له بکارته هم اړین دی . داکترسباوون
الاشتراك في:
تعليقات الرسالة (Atom)
ليست هناك تعليقات:
إرسال تعليق